الجـــــــهاد فی سبیل الله
د ملت کور نه بلکه
ساعت 13:8 | بازدید : 781 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پکې ناستو خلکو يو مهال دغه تالار غوجل باله، دې نوم سخت احساسات پارولي وو، بيا پکې بوټ جنګۍ او بوتل جنګۍ وشوې، ښځې نارينه سره لاس او ګريوان شول، خبره بې شرمۍ ته ووته، يو مهال داسې هم راغلو، چې د وولس په رايو تر دې تالار پورې رسيدلي خلک ورڅخه په زور و ايستل شول، د امنيت لاسونه د ملت د استازو ګريوان ته ورسېدل، خو پرون ډېره نادره وشوه، د ملت کور ته د (سپيو کور) خطاب ورکړل شو، د کابل ادارې (ولسي جرګه) يادوم.

دا زه نه، بلکې د همدې جرګې يو غړي دې تالار ته دغه خطاب ورکړى دى، يو څوک چې د خپل ملت په مقابل او د پرديو په ګټه د جنګېدو په صله کې ورته د مارشالۍ نښانونه په اوږه ټومبل شوي وو، د ملت د استازو په مخ کې د درېدلو څخه دمخه يې سپيو د همدې جرګې ټول غړي بوى کړل، او د هغوى پر موټرو يې سپږمې وسولولې، وروسته د ښاغلي(!) مرسيتال جمهمور رئيس ځانګړو ساتونکو د تالار له ساتونکو وسلې واخيستى، او ايله د مارشال راتګ ته امنيت تامين شو، همدا کړنه وه، چې په اصطلاح د ملت استازي يې په قهر کړل، او يو تن تالار ته پورته نوم ورکړ.

زموږ تبصره په دې نه ده چې ولې د امنيت د ټينګښت لپاره سپي وکارول شول، او يا ولې له ساتونکو وسلې واخيستل شوې، زموږ تبصره د يوې سوړې د مارانو تر منځ پر شته بې باورۍ ده.

په هيواد کې پلې شوې ديموکراسي وارداتي ده، د دې هيواد قانون د اشغال په سيوري کې جوړ شوى، نظام پرديو جوړ او تحميل کړى، د نظام د مامورينو معاشونه په يوه مخه پردي ورکوي، ادلون بدلون يې د هغوى په واک او اختيار کې دى، امنيتي ځواکونه يې پردي تمويلوي، او د دې نظام ټول ملاتړي، او کار کوونکي د اسلامي حکومت په وړاندې د اشغالګرو په ملاتړ اوږه په اوږه جنګېدلي دي.

همدا اوس د پارلمان ډېرې غړي، هماغه پخواني جنګسالاران، لنډغر، بې بندوبار او جنايتکاران دي، چې په خپل منځي جګړو کې يې برخه درلوده، اوس هم هماغه پخواني تعصبونه، دوښمنۍ، او ګوندبازۍ پالي، او په دې انډوخر کې د شتمنۍ د زياتوالي، د سيالۍ د ګټلو په موخه د څنګ پر چوکۍ د ناست وکيل (!) پر ضد تر هغه ناولې کړنې تر سره کوي.

د مارشال او وکيل ترمنځ هېڅ توپير نشته، له مارشاله هم د هيوادوالو ځانونه اومالونه په امن نه دي او له وکيلانو هم، نه خو وکيلانو د ملت جوړونې پروسه پر مخ روانه کړې، او نه مرستيال جمهور رئيس د ملت په خېر روان دى، هر يو د ملت د تباهۍ، اشغال د دوام او اسلامي حکومت د قيام د مخنيوي لپاره استخدام شوي، او خپلې ورسپارل شوې دندې په خورا اخلاص سره پر مخ وړي.

په داسې حال کې چې ټول د يوې لارې لارويان دي، او په دې مردار ډنډ کې ټول بربنډ دي، بيا د وېرې احساس له کومه پيدا شو؟ پوښتنه همدا ده چې مارشال د (ملت په کور يا د .......په کور) کې له چا څخه د وېرې احساس کاوه؟

شايد د دې پوښتنو ځواب هېڅوک ونه وايي، يا يې ونه لري، خو حقيقت دا دى چې د غله په غر کې هم ځاى نه کيږي، دا هغه خاينان دي، چې په ډېر مصئون ځاى کې به هم د ډار او وېرې احساس کوي، او حتى له خپل سيوري څخه به هم ډاريږي، دوى ته په هر ځاى کې مجاهد په نظر ورځي.

د دوى دغه اروايي ناروغي دومره زياته شوې چې د لارې ملګري هم ورته دوښمنان بريښي، او باور پرې نه شي کولاى، د هغه پارلمان غړي، چې دوى يې د ملت لخوا منتخب بولي، که يو چا ته ګواښ او خطر وي، نو دغه څوک به په کلي او بانډه کې څه ډول ژوند او زيست وکړاى شي، د خوار او غريب له بې وزلۍ، ستونزو او خواريو به څه خبر شي، او بيا به يې څه ډول د درد دوا شي.

دلته بايد ملت ته هم ورپه زړه کړو، چې د اشغالګرو لخوا د راتلونکو ټولټاکنو (!) لپاره ډېر زيات تبليغات روان دي، ايا دوى غواړي، چې بيا د (......کور) ته يو څوک د ملت د استازي په نوم ورواستوي؟



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1688
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1688
بازدید ماه : 4564
بازدید کل : 98185
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1688
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1688
:: بازدید ماه : 4564
:: بازدید سال : 9542
:: بازدید کلی : 98185